Fabian Wakholiوزه، سپی او غواShort storyوزه، سپی او غوا ډېر ښه ملکري وو. یوه ورځ هغوی په یوه ټکسي کې په سفر تلل.کله چې د هغوی سفر پای ته ورسیده، موټرچلوونکى له هغوى څخه کرایه وغوښتله. غوا خپله کرایه ورکړه.سپي غټې روپۍ (لوټ) ورکړې ځکه چې له هغه سره ټاکل شوې اندازه روپۍ نه وې.موټر چلوونکي غوښتل چې سپي ته پاتې شوې روپۍ بېرته ورکړي خو په همدې وخت کې وزې پرته له کرایه ورکولو منډې کړې او لاړه.موټر چلوونکي د وزې له دغه عمل څخه ډېر خواشينى شو او پرته له دې چې د سپي پاتې شوې روپۍ ورکړي وتښتېده.نو د همدې امله نن سپي د موټرو پسې منډې وهي چې دننه وګوري او هغه موټرچلوونکى چې روپۍ يې ورسره پاتې دي ومومي.وزه د موټر دغږ په اورېدو سره لرې تښتي او دا ويره لري چې د کرايې نه ورکولو له امله به ونيول شي.او غوا د موټر په ليدو سره هېڅ ستونزه نه لري او سړک څخه په تېریدلو کې هم بېړه نه کوي، ځکه چې هغې خپله کرایه بشپړه ورکړې وه.