Ghanaian folktaleانانسي او عقلShort storyپه پخوا زمانو کې خلک په هېڅ هم نه پوهېدل. د نباتاتو د کښت کولو لارې چارې نه ورتلې، د ټوکراوبدلو هنر يې هم زده نه و، حتى په دې هم نه پوهېدل چې له اوسپنې څخه څه ډول وسايل جوړ کړي. نیام خدای چې په آسمانونو کې و او د نړۍ په اړه یې ډېره پوهه لرله، خو هغه خپل عقل او پوهه په يو خټين لوښي کې خوندي کړې وه.یوه ورځ، نیام پرېکړه وکړه او خپل خټين لوښى یې انانسي ته ورکړ. هر ځلې چې انانسي خټين لوښي ته کتل ډېر نوي شيان یې ترې زده کول. دا چاره ورته ډېره په زړه پورې وه!خو هغه حريص و او له ځان سره یې دا وپتيله، چې همدا خټين لوښى د لوړې ونې په سر کې پټ خوندي کړي چې دا ټول عقل د ده شي. هغه اوږد پړى راواخېسته او خټين لوښى يې د خپلې خېټې پورې وتړه. او ونې ته یې په ختلو پیل وکړ. خو ختل ورته ستونزمن و، ځکه چې د پورته کېدو پر مهال یې لوښی د زنګنو سره لګېده.په دې وخت کې د انانسي کشر زوی چې د ونې لاندې ولاړ ؤ اوخپل پلار ته یې کتل، ورته يې وويل: “که دا لوښی په خپل شا پورې وتړې ایا کار به دې آسانه نه شي؟” نو بيا انانسي هم د عقل څخه ډک خټين لوښى په شا پورې وتړلو او بيخي ورته آسانه شوه.په ډېره آسانۍ سره هغه د ونې سر ته وخوت، بيا نو له ځان سره یې فکر وکړ: “زه باید تر ټولو عقل مند واوسم خو دلته زما زوی تر ما ډېر هوښیار و!” انانسي په دې خبره دومره غوسه شو چې د عقل څخه ډک خټين لوښی یې له ونې څخه راګوزار کړ.لوښی پر ځمکې ټوټه ټوټه شو. او عقل هر چا ته وړیا ورسېده. نو همدا و چې خلکو کرنه، د ټوکرو اوبدنه، د اوسپنې څخه ګټه اخيستنه او نور ټول هغه څه زده کړل چې اوس خلک يې ترسره کولى شي.